اسلام آباد۔3 اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صاق سره د مصر سفير ډاكټر ايهاب عبد الحميد حسن ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو عزم ښكاره كړے شو۔ د سپيكر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع سپيكر په مينځني ختيز كښې په ناوړه شوې وضعه د اندېښنې څرګندونه وكړه۔ ده په فلسطين او لبنان كښې د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كولو سره وو??يل په مينځني ختيز كښې سمدستي جنګ بندي د امن راوستو له ضروري ده۔ سپ??کر وو??يل پاكستان مصر سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي۔ د پاكستان او مصر ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په مذهب او د شريك احترام په مضبوطو بنيادونو اډانه دي۔ ډاكټر ايهاب عبد الحميد حسن وو??يل مصر پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ سپ??کر سردار ایاز صادق وو??يل دوه اړخيزه اړيكې له مضبوطولو له پارليماني سفارتكاري زياته مه??ه ده٬ د دواړو هېوادونو د پارليمانونو ترمينځه پارليماني رابطې به د دواړو قامونو يو بل ته نزدې كولو كښې مرستيالې ثابت شي۔ ده وو??يل د پارليماني پلاويو تبادلو سره به د دواړو هېوادونو غړو ته د يو بل تجربو څخه د استفادې كولو موقعې ترلاسه شي۔ سپ??کر په دې موقع خپل مصري همڅنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ د مصر سفیر دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو له د سپيكر تجويز سره اتفاق كښې وو??يل په پارليماني رابطو كښې زياتوالې دوه اړخيزه اړيكو لا پراخه كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي
Nguồn bài viết : PT Trực Tuyến