اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي په هرنائي كښې د كالعدم بي اېل اے په ضد د كامياب انټیلېجنس بېسډ آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ترهګر او سهولت كار په زمكه بوج دي او د قا?? په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د دوي نوغې اوباسؤ۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل كامياب آپرېشن كولو سره د ترھګرو د ناوړه ارداو په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوم۔ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائ?? كولو سره ترهګر خپل عبرتناك انجام سره مخ كړل۔ ده و??ئيل د امنيتي ځواكونو مړانې ته سلام كوم۔ قام د امنيتي ځواكونو په مړانه او د ځوانانو په پېشه ورو صلاحيتونو وياړي۔ ده و??ئيل د ترهګرو نوغې ويستلو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده و??ئيل په بلوچستان كښې امن په ځايې كولو له به تر هر يو حد ځان رسوؤ۔
Nguồn bài viết : TCG Xổ Số