اسلام آباد۔25 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان سټاك ايكسچينج په 100 – انډيكس كښې د 90 زره پوائنټس تا??يخي كچې څخه په زياتيدو كولو قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په سټاک مارکیټ كښې مارچ 2024 څخه تر دې دمه د 36 فیصده زياتوالي ٬ په ګرانۍ كښې د كمي او مجموعي معاشي استحكام كرېډټ معاشي ډلې ته ځي۔ د برېښنا د صارفينو ريليف لپاره آئی پی پیز سره لوظنامو ته بيا كتنه پېل شوې ده۔ په راروانو څو ورځو كښې به د معيشت بهترۍ حوالې سره لا خوشخبرۍ ترلاسه شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف ووئيل ?? پاك پروردګار په فضل او كرم مارچ 2024 څخه په سټاك ماركيټ كښې په دمه دمه شوې زياتوالې د سرمايه كارو په حكومتي پالېسيو باور عكاسي ده۔ 14 كاله پس د پاكستان په سټاك ماركيټ كښې تندۍ سره شوې دا زياتوالې د معاشي ډلې د ستړو او خوارۍ نتيجه ده۔ په سټاک مارکیټ كښې مارچ 2024 څخه تر دې دمه د 36 فیصده زياتوالي ٬ په ګرانۍ كښې د كمي او مجموعي معاشي استحكام كرېډټ معاشي ډلې ته ځي۔ ده ووئيل ?? ګرانۍ شرح 38 فيصده څخه 6.9 فیصد ته راغلې ده۔ په تېره درې مياشتنيزه موده كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا راليږلې شوي ترسيلات زر ریکارډ 8.8 ارب ډالر ته ورسېدل۔ وزیرِاعظم ووئيل پرله پسې دوه مياشتې څخه کرنټ اکاؤنټ سرپلس كښې دے۔ د برېښنا د صارفينو ريليف لپاره آئی پی پیز سره لوظنامو ته بيا كتنه پېل شوې ده۔ ده ووئيل ??ئی اېم اېف څخه د 7 ارب ډالر لانګ ټرم ??ېسليټي به معيشت كښې لا ښه والې رامخې ته كړي٬ پاكستان د ډیفالټ خلې ته د رسوونكو خوبونه دروغ شوي دي۔ خپل اولس سره مو لوظ كړے ؤ چې د لكھونو په شمېر ځانونو قربانيو سره ترلاسه شوے دا هېواد به د مجرمانه غفلت كوؤنكو د نااهلۍ نتيجو څخه اغېزمن كېدو ته نه پرېږدؤ۔ ده ووئيل مونږ د سياست قرباني وركولو سره رياست بچ كړو۔ نن د پاك پرودګار په فضل سره په پاكستان كښې په هر محاذ بهتري رامخې ته شوې ده۔ ده هيله ولرله چې په راروانو څو ورځو كښې به د معيشت بهترۍ حوالې سره لا خوشخبرۍ ترلاسه شي۔
Nguồn bài viết : mketqua1.net